اسټرالیا له افغانستان سره د کرکټ نه کولو پرېکړې دفاع وکړه.

Jan 14, 2023 - 11:05
 4
اسټرالیا له افغانستان سره د کرکټ نه کولو پرېکړې دفاع وکړه.

د اسټرالیا کرکټ ادارې افغانستان سره د لوبو نه کولو په اړه له خپلې پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي، کله چې هلته د ښځو او نجونو لپاره ښه شرایط رامنځته شول، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ به لوبې بیا پیل سي.

ټاکل سوې وه چې د اسټرالیا کرکټ لوبډله د مارچ په میاشت کې هند ته له ورزشي سفر وروسته په متحده عربي اماراتو کې د دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره له خپلو افغان سیالانو سره مخامخ سي.

خو د اسټرالیا کرکټ ادارې وړمه ورځ له افغانستان سره د درېیو ورځنیو نړیوالو لوبو د لغوه کولو اعلان وکړ او ویې ویل چې دغه کار یې په افغانستان کې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده کړو د بندیز په غبرګونه کې یې کړی دی.

سکون راډیو