افغانستان له راشد خان پرته له هند سره د دریو شل اوریزو سیالیو لړۍ پیلوي

نن پنجشنبه جنوري ۱۱ (مرغومې۲۱) د هند په موهالي کې د افغانستان او هند د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزو نړیوالو سیالیو لړۍ پیلېږي.

Jan 12, 2024 - 01:37
 30
افغانستان له راشد خان پرته له هند سره د دریو شل اوریزو سیالیو لړۍ پیلوي
افغانستان له هند سره له راشدخان پرته لوبه کوي

دا لومړۍ ځل دی چې دواړه هېوادونه په خپلو کې د شل اوریزو لوبو دا ډول لړۍ کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې افغان لوبغاړو دغو سیالیو ته ښه چمتوالی نیولی دی. د افغانستان د کرکټ لوبغاړي څو ورځې مخکې هند ته ورسېدل.

د بورډ د فیسبوک په رسمي فیسبوک کې د لوبغاړو د تمرین تصویرونه خپاره کړي او لیکلي دي چې « افغان اتلانو د هند پر وړاندې لوبې لپاره خپل تمرینات ترسره» کړل.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دویمه لوبه د هند په انډور او درېیمه لوبه یې په بنګلور کې ده. افغانستان دغو سیالیو ته د ۱۹ لوبغاړو نوملړ «سکواډ» اعلان کړی دی.

راشد خان چې څه موده مخکې په انګلنډ کې د ملا عملیات وکړل، هم په دغه لست کې شامل دی او تمریناتو کې یې برخه اخیستې ده، خو راپورونه وايي چې هغه به په دغو سیالیوکې ونه شي لوبېدای.

هند بیا د روهیت شرما په مشرۍ د ۱۶ لوبغاړو نومونه خپاره کړي دي.

تر لوبې یوه ورځ مخکې د هند رسنیو د دغه هېواد د کرکټ د لوبډلې روزونکي راهول ډرایویډ له خولې راپور ورکړ چې ویرات کوهلي به د «ځينو شخصي چارو» له کبله ونه شي کولای د افغانستان سره په لومړۍ لوبې کې ولوبېږي، خو په دویمې او درېیمې لوبې کې به وي.

هند او افغانستان تر دې دمه څلور ځلې په نړیوالو لوبو کې سره مخامخ شوي او هند ګټلي‌دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې له هند څخه وروسته به د فبرورۍ او مارچ په میاشتو کې به افغانستان د سري لانکا سره یوه د ټست، درې یوه ورځنۍ او درې شل اویزې سیالۍ لري. همدغه راز د مارچ په میاشت کې له ایرلنډ سره هم د لوبو همدا ډول یوه لړۍ لري.

دا په داسې حال کې ده چې د روان ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې به د شل اورونو نړیوال جام سیالۍ پیل شي چې د افغانستان په ګډون په کې ۲۰ لوبډلې لوبېږي. لوبې په ویسټ انډیز او متحدو ایالتونو کې دي.