امریکا کې تر ۲۰۲۸ پورې د هوايي ټکسیانو فعالیت پیلیږي

Dec 28, 2022 - 18:21
 27
امریکا کې تر ۲۰۲۸ پورې د هوايي ټکسیانو فعالیت پیلیږي

په سړکونو باندې د ترافیکي ګڼې ګوڼې او لارو بندېدلو ستونزې ته په کتو، د امریکا د لاس انجلس ښار چارواکي د سفر کولو د یوې بدیلې لارې په موندلو کار کوي او په پام کې لري چې په دغه ښار کې تر ۲۰۲۸ کال پورې د هوايي ټکسیانو پروازونه پیل کړي.

د کلیفورنیا ایالت په جنوبي دښته کې د "اوور ایر" هوايي چلند شرکت د هغو الوتکو تمریناتي پروازونه کوي چې ټاکل سوې ده د برقي هوايي ټکسیانو په توګه وکارول سي.

ددې شرکت انجینران داسې برقي الوتکې ازمایي چې په عمودي ډول هوا ته پورته کېدای او راکښته کېدای سي او د خپلو شپږ مترو اوږدو څرخي وزرونو په مټ پرواز کوي.

د اوور ایر شرکت د عملیاتو رئیس جان کریزیس وايي، دا هوايي ټکسۍ له سل تر ۱۲۰ میلو سرعت لري او ټاکل سوې چې د لاس انجلس شاوخوا سیمو ته خدمات وړاندې کړي.

هغه وویل: "زموږ په الوتکو کې د پنځو مسافرو او د هغوی بکسونو د ایښودو دپاره ځای شته. موږ فکر کوو چې دا د هغو کورنیو دپاره د سفر ښه وسیله ده چې غواړي هوايي میدان ته ولاړ سي. دا به خلکو ته د ښار له ګڼې ګوڼې او ترافیک څخه د ځان ژغورنې وړتیا برابره کړي."

د لاس انجلس ښار مسولین وايي، د هوايي ټکسیانو د فعالیت په اړه لا هم ډیرې پوښتې موجودې دي. د بیلګې په توګه، ددغو ټکسیانو د پروازونو د تنظیمولو څرنګوالی یوه اساسي پوښتنه ده.

د لاس انجلس د ترافیکو مدیریت کارکوونکې کانې لانس د پروازونو د تنظیم چارې د هوايي چلند د ادارې مسولیت بولي.

هغې وویل: "د هوايي چلند ادارې پتېیلې ده چې تر ۲۰۲۵ پورې ممکن خلکو ته جوازونه ورکړي... او بیا په محلي کچه، ددې الوتکو د کښته کېدو او پورته کېدو دپاره د ځای بندوبست مطرح دی. زه فکر کوم د ښارونو دغه لیدلوری خورا مهم دی چې دا وسیلې به په محلي کچه د عامو خلکو پر ژوندانه اغېز وکړي."

خو د لاس انجلس خلک لا تراوسه دې پلان ته د شک په سترګه ګوري.

ددې ښار اوسېدونکي ګډالیا شورش وویل: "فکر وکړئ د کښته کېدو په ځایونو کې څومره ګډوډي پېښېدای شي. ممکن د پورته کېدو او کښته کېدو دپاره مشخصو ځایونو ته اړتیا وي. که نه هر وخت د ټکر احتمال سته."

د جرمني ولوکاپټر شرکت په ۲۰۱۱ کې لومړنۍ یو نفري برقي الوتکه جوړه کړه. ددې شرکت د ولوسیټي تازه جوړه سوې الوتکه کې د دوو کسانو دپاره ځای سته.

د ولوکاپټر شرکت د سوداګرۍ د څانګې مسول وايي الوتکه یې هواي نه چټلوي، بې غږه ده او د چارواکو رضایت یې حاصل کړی دی.

هغه وویل: "د سینګاپور په ښار کې د الوتنې پر وخت ما هیله درلوده چې ډیر خلک او سیلانیان به زموږ الوتکه وګوري او ستاینه به یې وکړي خو داسې ونسول. ولې؟ ځکه چې دا الوتکه بې غږه ده. دا زموږ د بازار موندنې دپاره خراب خو د چارواکو دپاره ښه خبر دی. هغوی ډېره خوښه کړه. هیڅ غږ نلري، خلک ورته نه متوجه کیږي او ښايي په اسمان کې د یوه ټکې په څېر ښکاره سي."

ولوکاپټر په نومبر کې خپل ولوسیټي الوتکه په پاریس کې والوځوله او په پام کې لري چې د ۲۰۲۴ کال د پاریس د المپیک لوبو پر وخت یې هم نندارې ته وړاندې کړي.

د لاس انجلس ښار مسولین هم په پام کې لري چې په دغه ښار کې د ۲۰۲۸ کال د المپیک تر لوبو وړاندې د هوايي ټکسیانو پروازونه پیل کړ.