بحرين کې د کرکټ اسيايي شورا ناسته ترسره سوه چې د افغانستان په شمول د یو شمېر مهمو مسايلو په اړه په کې خبرې او پرېکړې وسوې.  

Feb 5, 2023 - 11:03
 5
بحرين کې د کرکټ اسيايي شورا ناسته ترسره سوه چې د افغانستان په شمول د یو شمېر مهمو مسايلو په اړه په کې خبرې او پرېکړې وسوې.  

د افغان کرکټ بورډ مشر ميرويس اشرف چې هم دې غونډه کې ګډون کړی وايي، د کرکټ اسیایي شورا د افغان بورډ لپاره د لوبو د فیسونو بودیجه له ۶ څخه ۱۵ سلنې ته لوړه کړه.


نوموړي زیاته کړه، دې ناسته کې همداراز د دې شورا غړو هېوادونو سره په دوه اړخیزو لوبو هم ګټورې خبرې وشوې او غړيو هېوادونو افغان بورډ سره د هر اړخيزې همکاريو ډاډ ورکړ.


د راپورونو له مخې ياده ناسته کې د اسيا جام لوبو لپاره د کوربه هېواد د ټاکلو اړوند هم بحثونه سوي، خو په اړه به يې وروستۍ پرېکړه د راتلونکې مارچ مياشت غونډه کې وسي.

سکون راډو