توماس ويسټ په کابل او مزار شريف کې وروستۍ چاودنې وغندلې

May 26, 2022 - 13:26
 7
توماس ويسټ په کابل او مزار شريف کې وروستۍ چاودنې وغندلې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په یوه ټویټ کې وویل چې متحده ایالات په کابل کې او مزارشریف کې ترهګريز بریدونه چې د ده په خبره بزدلانه بریدونه و او د بې ګناه افغانانو ژوند یې اخیستی، غندي.

توماس ویست د پېښو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږې څرګندولو ترڅنګ ویلي چې دا ډول تاوتریخوالي هیڅ نه‌شي توجیه کیدای.

په کابل او مزار شریف کې تېر ماښام په څلورو چاودنو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

په مزارشریف کې د چادونو چې په مني بسونو کې شوي او مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخیستی پکې لږ تر لږه د لسو کسانو د وژل کېدو او ۱۶ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.

د کابل په چاودنه کې چې په یوه جومات کې شوې، لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او له لسو زیات کسان ټپیان شوي دي.