جلال اباد کې د تراوېح لمانځه پرمهال د یوې کورنۍ اته غړي په ډزو وژل شوي

Apr 18, 2021 - 10:51
 10

بی بی سی 

جلال اباد ښار

د افغانستان ختیځ جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په یوه جومات کې تېره شپه د تراوېح لمانځه پرمهال پر لمونځ کوونکو ډزې شوې چې د یوې کورنۍ اته غړي پکې وژل شوي.

د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل بي بي سي ته وویل، پېښه تېره شپه نهه بجې سراچه علي خان د نغلو په سیمه کې شوې ده، چې د حاجي عبدالوهاب د کورنۍ اته غړي، چې پنځه یې زامن او درې یې ورېرونه دي وژل شوي.

ښاغلی امرخېل وايي، " لومړني معلومات ښیي چې یاده بده پېښه د شخصي ځمکې پر سر د جنجال له امله رامنځ ته شوې. سیمې ته زموږ امنیتي او کشفي ارګانونه رسېدلي او په جدي توګه تر څیړنې لاندې ده".

ضیاء الحق امرخېل وايي، په ټول توان به ددې بدې پېښې د عاملینو د نیولو هڅه کوي.