خامنه‌يي: که اسرائیل پر غزې بمباري روانه وساتي،'هیڅوک د مقاومت مخه نشي نیولای

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) خبرداری ورکړ که اسرائیل پر غزې هوايي بریدونو ته دوام ورکړي، "هیڅوک نشي کولی د مقاومت د ځواک مخه ونیسي."

Oct 17, 2023 - 20:27
 23
خامنه‌يي: که اسرائیل پر غزې بمباري روانه وساتي،'هیڅوک د مقاومت مخه نشي نیولای

خامنه يي وویل: "که د صهیونیستي [اسرائیلي] رژیم جنایتونه دوام وکړي، مسلمانان او د مقاومت ځواکونه به بې صبره شي او هیڅوک یې مخه نشي نیولی."

په اسرائیل باندې د حماس د تېرې اونۍ د برید راهیسې چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان ووژل شول، ایران د لبنان وسله والې ډلې حزب الله او تهران پلوه عراقي ملېشو په شمول له خپلو سیمه ییزو متحدینو سره نږدې تماس لري.

اسرائیل د حماس د اکتوبر اوومې د برید په ځواب کې ددغې ډلې تر کنترول لاندې غزې تړانګې باندې ویجاړونکي هوایي بریدونه پیل کړي چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۲۷۵۰ فلسطینیان وژل شوي چې ډیری یې ملکي وګړي بلل شوي دي.

خامنه يي وویل: "که صهیونیست رژیم هر څه وکړي خو هغه ستره ناکامي نشي جبران کولی چې ورسره مخامخ شوی دی."

اسرائیل پر غزه باندې د پراخ ځمکني برید لپاره د چمتووالي په موخه له غزې سره پر پوله لسګونه زره سرتیري ځای پر ځای کړي دي.

اسرائیل د غزې شاوخوا ۱.۱ میلیونه وګړو ته چې د تړانګې د ۲.۴ میلیونه نفوس نږدې نیمایي جوړوي، ویلي چې له ممکنه عملیاتو وړاندې د ګڼ مېشتو شمالي سیمو څخه ووځي.

تهران په مکرر ډول خبرداری ورکړی چې پر غزې ځمکنی برید به په نورو جبهو کې له ځوابي اقدام سره مخامخ شي، او له کبله یې د سیمې نورو هیوادونو ته د جګړې د پراخېدو وېره ښودل شوې ده.

د دوشنبې په ورځ، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د "مقاومت جبهې" له خوا د اسرائیل پر وړاندې د احتمالي "مخنیوي کوونکي اقدام" په اړه خبرې وکړې. د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي هم ویلي چې د سیاسي حل لارې موندلو لپاره وخت په خلاصېدو دی.

تهران چې له مالي او پوځي پلوه د حماس د وسله والو ملاتړ کوي، پر اسرائیل د حماس برید ستایلی خو ټینګار یې کړی چې په دې برید کې لاس نه لري.

د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب راهیسې، ایران د فلسطینیانو د داعیې ملاتړ د خپلې بهرنۍ تګلارې مهمه برخه بولي.