خیبر پښتونخوا؛ د ټاکنو کمېسیون پر هغه پرېکړه نیوکې سوې چې وايي، پارلمان کې د دې ایالت د څوکیو شمېر کموي

Sep 29, 2023 - 07:45
 24
خیبر پښتونخوا؛ د ټاکنو کمېسیون پر هغه پرېکړه نیوکې سوې چې وايي، پارلمان کې د دې ایالت د څوکیو شمېر کموي

د پاکستان ټاکنو کمېسيون د ټولټاکنو لپاره د راتلونکې جنورۍ وروستۍ اوونۍ په نښه کړې. په همدې ترڅ کې اعلان شوی چې د پخوانیو قبایلي سیمو له ۱۲ څوکیو نیمایي کمې شوې دي.

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د انتخاباتو د کمېسیون پر دې پرېکړه نیوکې شوې چې وایي ملي اسامبلۍ کې به یې د څوکیو شمېر کموي.

د پاکستان ټاکنو کمېسیون چارواکو په وینا له خیبر پښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو یو ځای کېدو او په اساسي قانون کې د ۲۵ م ترمیم پایله کې د قبایلي سیمو لپاره د ځانګړو څوکیو شمېر کم شوی دی.

د ملت پال عوامي نېشنل ګوند عمومي سکرتر سردار حسین بابک وايي، چې د استازو شمېر کمېدو سره به ایالت ته راتلونکي پرمختیايي پانګه هم کمه شي او په وینا یې دا ځپلې سيمې به نورې هم وروسته پاتې شي.