د اسټرالیا په بېګ بش ليګ کې د افغان لوبغاړي فضل الحق فاروقي قرارداد لغوه سوی.

Dec 23, 2022 - 14:05
 5
د اسټرالیا په بېګ بش ليګ کې د افغان لوبغاړي فضل الحق فاروقي قرارداد لغوه سوی.
سرچينې وايي، له فضل الحق فاروقي سره سیډني ټنډرز لوبډلې تر هغې وروسته تړون سمدستي لغوه کړ چې د هغه له چلنده شکایت سوی و.
د جنوبي اسټرالیا د کرکټ رییس لي جرمون ویلي د فاروقي چلند د جنوبي اسټرالیا د کرکټ له ارزښتونو بهر دی او دا پرېکړه شوې چې د هغه تړون لغوه سي.
لا معلومه نه ده چې فاروقي څه کړي و، خو شکایت د یوې پېښې په اړه و چې تېره پنجشنبه رامنځته سوې او په اړه یې یو استماعیه غونډه هم جوړه سوې وه.
سکون راډیو