د افغانستان کرکټ ملي لوبډله زمبابوې ته روانه سوه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله زمبابوې ته روانه سوه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن زمبابوې ته روانه سوه.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله وېبپاڼه لیکلي دي، افغان لوبډله له زمبابوې سره د دریو یو ورځنیو او دریو شل اوریزو سیالیو لپاره نن له غرمې وروسته یاد هېواد ته روانه شوه.

افغان لوبډله به د مهالوېش له مخې د راتلونکې جون میاشتې په ۴مه نېټه د کوربه لوبډلې پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړي او د شل اوریزو لوبو لړۍ هم د جون میاشتې په ۱۱مه نېټه پیلېږي.

افغان کرکټ بورډ ویلي، چې افغان لوبغاړو له زمبابوې سره سیالیو ته پوره تیاری نیولی او د لوبډلې غوره لوبو ته په تمه دي.