د زلزلې له لاملونو يو هم د اوبو په دوران (water cycle) کې بدلون دی

Dec 23, 2022 - 11:12
 12
د زلزلې له لاملونو يو هم د اوبو په دوران (water cycle) کې بدلون دی
زلزلې ممکن د اوبو په دوران کې د موسمي بدلونونو سره تړاو ولري.
جيولوجي پوهانو دا موندلې ده، چې د زلزلې او د اوبو په دوران کې د بدلونونو ترمنځ اړیکه شتون لري.
څیړونکو وموندله چې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت په پایله کې د ځمکې د کرسټ برخه کې تغير راځي او ورسره زلزلې کېږي. دوی زياتوي، "په وچ موسم کې، موږ ډیرې زلزلې ګورو ځکه چې د اوبو بار لیرې کېږي."
د هسو په نوم يوې ځمکې پېژندونکې په خپل څېړنيز او تحقيقي راپور کې ويلي دي، چې، په وچ موسم کې د زلزلې د فعالیت لوړه اندازه کیدای سي د ځمکې د قشر د ماتیدو امکانات زیات کړي، چې په پایله کې د لویو زلزلو لوی شمیر رامنځته کیږي.
سکون راډیو