د قزاقستان ولسمشر د دغه هېواد ولسي جرګه لغوه اعلان کړه

Jan 20, 2023 - 12:40
Jan 20, 2023 - 12:42
 36
د قزاقستان ولسمشر د دغه هېواد ولسي جرګه لغوه اعلان کړه

د قزاقستان ولسمشر قاسم جورمات قوقاییف نن د خپل هېواد ولسي جرګه لغوه کړه او اعلان یې وکړ چې د مارچ په نولسمه دې وار له‌مخه پارلماني انتخابات ترسره سي.

په قزاقستان کې دوې میاشتې مخکې د ولسمشرۍ وار له‌مخه انتخابات وسول.

دې ټاکنو ته د پروسږکال د جنوري د میاشتې حکومت ضد خونړیو مظاهرو لاره هواره کړه.

د دې اعتراضونو په لړ کې د قزاقستان د پخواني ولسمشر نورسلطان نظرباییف واک کمزوری سو.

سکون راډیو