د منځني ختیځ جګړه؛ امریکا ۲۰۰۰ عسکر د استولو لپاره چمتو کړي

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت وایي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په غبرګون کې یې خپل ۲۰۰۰ سرتېري منځني ختیځ ته د استولو لپاره چمتو کړي.

Oct 17, 2023 - 20:31
 25
د منځني ختیځ جګړه؛ امریکا ۲۰۰۰ عسکر د استولو لپاره چمتو کړي

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت وایي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په غبرګون کې یې خپل ۲۰۰۰ سرتېري منځني ختیځ ته د استولو لپاره چمتو کړي.

د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي‌ دي چې د دفاع وزیر لوید استین د ځینو قطعو عسکر سیمې ته د انتقال لپاره د احضاراتو او چمتوالي‌ په لوړې کچې کې درولي، چې په منځني ختیځ کې د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو په صورت کې «عاجل ځواب» ووايي.

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې دا ځواکونه به حمایوي ‌رول لري او په طبي او د ماینونو د خنثی کولو په برخو کې همکاري کوي.

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت ویلي دي: «تر دې دمه د ځواکونو د استولو په اړه هېڅ پرېکړه نه ده شوې.»

د امریکا ولسمشر جوبایډن هم اسرائیل ته روان دی چې خپل حمایت څرګند کړي.

بایډن به په خپل سفر کې هڅه وکړي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه زیاته نشي او په منځني ختیځ کې جګړه پراخه نشي.

د حماس له بریدونو وروسته، چې په کې شاوخوا ۱۴۰۰ اسرائیلیان ووژل شول، د اسرائیل صدراعظم د حماس په ضد د جنګ اعلان کړی دی. اسرائيل وایي حماس د برید په مهال ۱۹۹ تنه یرغمل نیولي چې یو شمېر یې بهرنیان دي.

د اسرائیل په هوايي بریدونو کې بیا تر دې دمه ۲۷۵۰ تنه وژل شوي‌ چې اکثریت یې ولسي خلک دي. اسرائیل په غزې باندې د ځمکني یرغل لپاره چمتوالی نیولی او د دغه ښار ۱.۱ میلیون وګړو ته یې خبرداری ورکړی چې سیمې دې تخلیه کړي.

ملګري ملتونه وايي چې له دغه اعلان څخه وروسته په غزه کې په ډله ایز ډول مهاجرتونه پیل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت تېره اونۍ اعلان وکړ چې د امریکا دوې الوتکې لېږدونکې بېړۍ یې په سیمه کې ځای په ځای کړي دي‌ چې د اسرائیل په ضد اقداماتو مخه ونیسي.