د هلمند مستوفیت په تېره یوه اونۍ کي ۱.۱ میلیون افغانۍ عواید راغوڼډ کړي دي.

May 24, 2022 - 18:02
 16
د هلمند مستوفیت په تېره یوه اونۍ کي ۱.۱ میلیون افغانۍ عواید راغوڼډ کړي دي.
د دې ولایت سیمه ییز مسولین وایې د هلمند مستوفیت د تیري یوې اونۍ په اوږدو کي ۱،۱ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د هلمند داطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ راشید هلمندي سکون نیوز ګروپ ته وویل ، یاد ریاست د تیري یوې اونۍ په جریان کي ددغه عایداتي سرچینو څخه لکه د اصنافو ثابته مالیه، د قراردادونو مالیه، د کارکوونکو د معاشاتو موضوعي مالیه، پر عایداتو باندي مالیه، د کرایې موضوعي مالیه، پر انتفاعي معاملو مالیه، د جریمو، د سوداګریزو جوازونو مالیه، د دولتي کورونو کرایې، د بهادارو اسنادو خرڅلاو، د ترانسپورت، د زراعتي محصولاتو خرڅلاو، د ترافیکي لایسنسونو، د شهادتنامو، د پاسپورټونو عواید، د دولتي ځمکو د اجارو عواید او د محاکمو د عوایدو له مدرکه د تیري یوې اونۍ په جریان کي ۱۱۶۷۸۳۷ یو میلیون یو لک اووه شپېته زره اته سوه اووه دېرش افغانۍ عواید راټول کړي.
په ورته مهال هلمند مستوفیت ریاست مسؤلین د ټولو مالیه ورکوونکو او عایداتي منابعو له مسؤلینو څخه غوښتنه کوي چي خپل مالیات پر ټاکلي وخت تحویل کړي.