د هلمند پوهني ریاست له لوري د ساینس او تجریبو یو ورځني نندارتوان په لاره واچول سوو

May 21, 2022 - 22:32
 16
د هلمند پوهني ریاست له لوري د ساینس او تجریبو یو ورځني نندارتوان په لاره واچول سوو

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار  اړوند بیلابیلو ښوونځیو زده کوونکو چمتو سوی تجربی د هلمند پوهنی رایاست تالار کې ننداری ته وړاندی کړې

مرکز لښکرګاه ښار د ټولو ښوونځیو د لابراتوار ځانګې ښوونکو په استازیتوب یو نندارتون ننداری ته وړاندی سوو
دی نندارتون کې د هلمند پوهنی ریئس مولوی محمد عوض انصاری  او اړونده د ادارو غړو ګډون درلود

د هلمند د پوهنی رئیس مولوی محمد عوض انصاری  د ټولو ښوونکو هڅی وستایلی او خوښی یې  څرګنده کړه چې هیواد کې یې د ښه فکر او پوهی استادان لری ښاغلی انصاری ټول زده کوونکې دې ته وهڅول چې خپلو درسونو کې کوښښونه وکړی تر څو هیواد مو ښه راتلونکی ولری .

د نندارتون یو تن ښوونکي رحمت الله وفا سکون راډیو ته وویل چي یاد نندارتون یې د زده کوونکو د ستونزو حلولو او له یو بل سره ذ  شریکو لپاره تر سره کړ او خوښی یې څرګنده کړه، چې  دا لومړنی ځل دی چې هلمند کې دا ډول  نندا تون جوړیږی او اړوند مسولینو څخه غوښتنه وکړه تر څو په راتلونکې کې د زده کوونکو او ښوونکو لپاره داسی پروګرامونه په لاره واچوی ترڅو د نظری برخي ترڅنک عملي برخه پیاوړي سي.

 

هیره د دې نه وي څو ورځی وړاندې  د لښکرګا ښار اړوند څو ښوونځیو زده کونکی د انټرنیټي خدمتونو څخه برخمن سول ترڅو په ښوونخيو کي د زده کوونکو لاس رسي انټرنټیي خدمتونو ته اسان سي.

دا چي د ساینس او تجریبو په نوم د پوهني ریاست له لوري په لاره اچول سوی نندارتون به څومره د زده کوونکو د ظرفیت لوړولو او تجربو زده کړو برخه کي اغیزناک ثابت سي هغه پوښتنه ده چي وخت به یې ځواب کړي.