د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ترمنځ کابل کې پر اوربند توافق سوی

May 18, 2022 - 18:18
 4
د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ترمنځ کابل کې پر اوربند توافق سوی

د ا ا ا  وياند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، کابل کې د پاکستاني ط البانو او پوځ ترمنځ د مذاکراتو کوربه‌توب يې کړی.

‏نوموړي ويلي، د مذاکراتو په جریان کې په اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم توافق وشو.

دغه راز مجاهد وايي، د افغانستان اسلامي امارت د خیر غوښتنې په نیت کوښښ کوي چې د مذاکراتو سلسله په بریالي شکل پرمخ ولاړه شي او له دواړو طرفونو څخه دیوبل د زغملو او انعطاف هیله کوي.