روسیې په ماریپول کې تر بریا وروسته د دنباس د نیولو هڅې زیاتې کړې

May 21, 2022 - 14:57
 6
روسیې په ماریپول کې تر بریا وروسته د دنباس د نیولو هڅې زیاتې کړې

روسیې له نږدې یوې میاشتې جګړې وروسته د ماریپول د فولادو په فابریکه کې د بریا تر ادعا وروسته د دنباس سیمې د نیولو هڅې زیاتې کړې دي.

د روسیې دفاع وزارت پرون وویل، چې د ازوفستال د فولادو په فابریکه کې وروستی اوکراینی سرتېری هم تسلیم شو.

روسیه وایي، د تېرو څو ورځو په ترڅ کې په دې سیمه کې د ټولو تسلیم شویو اوکرایني سرتېرو شمېر دوه زره څلور سوه نهه دېرشو ته رسېږي

روسیې اوس په لوهانسک سیمه کې علمیات سخت کړي دي او پر ټول اوکراین د روسیې الوتکو بمبارۍ زیاتې شوي دي.

نن سهار د پلازمېنې کییف په ګډون د اوکراین په ډېرو سیمو کې د بمباریو په خاطر د خطر زنګونه ووهل شول.