فوټبال؛ افغانستان د فوټبال نړیوال جام ته د لار موندنې بل پړاو سیالیو ته ووت

افغانستان د فوټبال نړیوال جام او اسیايي اتلولیو ته د لار موندنې راتلونکي پړاو مهمو سیالیو ته لار پیدا کړه.

Oct 17, 2023 - 20:21
Oct 17, 2023 - 20:23
 25
فوټبال؛ افغانستان د فوټبال نړیوال جام ته د لار موندنې بل پړاو سیالیو ته ووت

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نن منګولیا ته په کور کې یو -صفر ماتې ورکړه او له دې سره یې راتلونکو مهمو نړیوالو او اسیایي لوبو ته د لار موندنې سیالیو ته لار ومونده.

دا سیالۍ چې د فېفا یا د فوټبال نړیوالې شورا لخوا تنظیم او په منګولیا کې کېده، په کې د افغانستان لخوا په دویمه نیمایې کې د فرشاد نور لخوا یو ګول وشو چې ورسره افغان لوبډله بري ته ورسېده.

افغانستان درې ورځې وړاندې هم له کوربه منګولیا ورته یوه مهمه سیالۍ د صفر پر وړاندې د یوه ګول په توپېر ګټلې وه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د منګولیا پر وړاندې د وروستۍ بریا په غبرګون ویلي "د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې له دې خوږې بریا سره د فوټبال د ۲۰۲۶م کال نړیوالو سیالو او د ۲۰۲۷م کال اسیایي اتلولیو ته د لار موندنې دویم پړاو ته لار ومونده، دا خوښې دې ټولو ته مبارک وي."

په همدې مهال فېفا پخپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي د بل پړاو لوبډلې په معلومېدو دي. فېفا وړاندې لیکلي " افغانستان او سېنګاپور لومړني هېوادونه دي چې لوبډلې یې د نړیوال جام ته د لار موندنې بل پړاو سیالیو ته رسیږي."

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله کله په نړیوالو جامو او هومره سترو سیالیو کې نده لوبېدلې خو دا ځل له ځينو ښو بریاوو سره ورته تمې شته چې بل پړاو کې هم وځلیږي.

خو افغان لوبډله شاوخوا لس کاله وړاندې د اسیا جام پای لوبې ته رسېدلې وه.

په ۲۰۱۳م کال کې افغانستان د سویلي اسیا اتلسم پړاو سیالیو کې هند ته دوه د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې په لویه کچه اتلولي وګټله.