ملګرو ملتونو سلګونه زره بې وزله افغانانو سره نقدي مرسته کړې

May 24, 2022 - 15:44
 4
ملګرو ملتونو سلګونه زره بې وزله افغانانو سره نقدي مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي، تېرو اتلسو میاشتو کې یې اته لکه بې وزله افغانانو سره د نقدو پیسو مرسته کړې ده.

د دغې کمېشنرۍ د اسیا پاسفیک څانګې نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي ،چې اړمنو کسانو پر دې پیسو د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي او د سرپنا ستونزې حل کړي دي.

یو.ان.اچ.سي.ار د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی، خو د ازادۍ راډیو ګڼو اورېدونکو شکایتونه کړي چې د مرستو په وېش کې ورسره د مور مېرې چلند کېږي.