هلمند مرکز لښکرګاه ښارکې د کارګرو ماشومانو شمېر زیات سوی دی .

Jan 30, 2024 - 18:30
Jan 30, 2024 - 18:39
 114
هلمند مرکز لښکرګاه ښارکې د کارګرو ماشومانو شمېر زیات سوی دی .

د هلمند په مرکز کې یو شمېر تنکي ماشومان د کورونو لپاره لګښتونه پوره کوي وایې ،که حکومت راسره مرستي وکړي موږ به د کار پرځای زده کړو ته مخه کړو .

 ځایي مسوولین بیا دا نه مني  چې په دغه ولایت کې د کارګر ماشومانو کچه زیاته سوي ده خو زیاتوي چې په دغه وروستیو کې د پاکستان هیواد او د وچکالۍ له کبله په ښار کي کډوال ماشومان تر سترګو کېږي چې کار کوي .

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار په هره برخه کې کارګر ماشومان د یوې ګولي ډوډۍ پیدا کولو لپاره پر بېلابېلو کارونو بوخت دي.

ډېری دغو ماشومانو لاسي ګاډیو ، پلاسټیک ټولو او  او څپلیو رنګولو، د لاسي توکو پلور په څېر، نورو درنو کارونو ته  هم مخه کړې.

یوولس کلن نجیب الله د نوزاد ولسوالۍ څخه لښکرګاه ښار ته راغلی دی وایې ،  د اوبو د کمښت له امله اړسو کډه مرکز لښکرګاه ښار ته راوړو

هغه زیاتوي  اوس کرایه کور کې ژوند کوو او که کار ونه کړم وږي پاتېږو .

«زه خپله کار کوم. د ورځې له دوه سوه څخه نیولي تر دوه سوه پنځوس افغانۍ دغه کراچۍ له لاري ګټم زړه مې دی زده‌کړې وکړم، خو که زه کار ونه‌کړم، کورنۍ مې لوږې پاتې کېږي.»

  رفیع الله چې  یولس کاله عمرلري هم د ښار په منځ کې د کچالو کراچۍ ته اوږه ورکړي دی وایې ،  موږ هم کور کرایه دی اړ یم چې خپلي کورنۍ ته د همدې لاري یو ګوله ډوډۍ پیداکړم او د کورنۍ لګښتونه پوره کړم .

«څوک نه لرم  ۹ کسیزه کورنۍ موده  ټول لګښتونه ماته ګوري دا دلته چې کچالو پلورم داد مجبوریت له مخي ښوونځی نه وایم  اوس د همدې کار اوبار خونده هم نشته مخکي ښه وه اوس شي نه پاتېږي «

په مرکز لښکرګاه ښار کې یو هټېوال حمیدالله بیا وایې ، اوس په  مرکز لښکرګاه ښار کې د کارګرو ماشومان شمېر زیات سوي دی چې نوموړي یې لوی علت د پاکستان او شمالۍ ولسوالیو کډوال بولي .

« تر ډیره پورې په ښار کې هغه ماشومان په بېلا بېلو کارونو بوخت دي چې د پاکستان څخه راغلي او یا د دي ولایت د شمالي ولسوالیو څخه د وچکالۍ له امله کډه شوي دي اوس دلته میشت شوي «

لښکرګاه کې د حقوقي چارو کارپوهان او د طبي برخي ماهرین وایې ، په ماشومانو باندي کار کول د طب له اړه څخه لوي  زیانونه لري او ددې ترڅنګ د ا د ماشومانو حق دي چې دغه وخت کې زده کړي وکړي او خپل راتلونکی جوړکړي.

لښکرګاه کې د حقوقي چارو کارپوه زمریالي همت او ډاکټر عبدالخلیل امین زاده یې په اړه وایې :

«ماشومان میني او درنښت ته اړتیا لري کورنۍ باید په خپلو ماشومانو کار ونه کړي هغوي  ټولنیزو او اکاډمیکو مرکزونو ته ولېږي او زده کړي وریاندي وکړي نن ورځې ماشومان د سبا ورځې ځوانان دي «

« هغه ماشومان چې سن یې تر ۱۸ کلو کم وي هغوي باندي شاقه یا درانه کارونه کول د هغه ماشومانو پر وده او نمو منفي تاثیرات لري او ددې ترڅنګ د ماشومانو څخه هغه د ماشوم توب حق اخیستل کیږې «

د هلمند د کار او ټولنیزو چارو ریاست سرپرست مولوي محمد رحیم مخلص د انه مني چې په دغه ولایت کې د کارګرو ماشومانو شمېر زیات سوی دی .

نوموړي وایې ، د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو سره سم په دغه ولایت کې په شاقه کارونو د بوخت ماشومانو کچه کمه سوي ده .

«د اسلامي امارت په رامنځ ته کېدو سره ۹۰ سلنه ماشومانو د کارونو پرځاي زده کړو ته مخه کړي او لس سلنه د وچکالۍ او پاکستاني کډوال دي چې هغوي ماشومان اوس کارونو بوخت دي «

که څه هم په هلمند کې دقیقه سروې نشته چې په په څومره شمېر ماشومان په درنواوشاقه کارونوبوخت دي خو  په دې وروسیتو کې په افغانستان کې د فقر او بی وزلۍ کچي د زیاتوالي ترڅنګ اقلیمي بدلون او د پاکستان هیواده  په جبري توګه د افغانانو را ایستل ددې  لامل سوي چې ماشومان کارو ته مخه کړي او دې چارې د هلمند د اوسېدونکو او په ځانګړي ډول ټولنپوهانو نیوکې او اندېښنې زیاتې کړې دي.

حافظ احمد نصرت

سکون راډیو