هلمند کرکیټ لوبغاړي: رسمي لوبغالو او اکاډمیو کي بشپړ امکانات نلرو.

Oct 16, 2023 - 09:42
 29
هلمند کرکیټ لوبغاړي: رسمي لوبغالو او اکاډمیو کي بشپړ امکانات نلرو.

دا دهلمند مرکز لښکرګاه ښار څخه په دوه کیلومترۍ کي د کوچني کاریز په سیمه کي  ددې ولایت رسمي کرکیټ لوبغالی دی.

د هلمند دې مرکزي کرکیټ لوبغالي کي چي هر کال د کلب لیول سیالیو برسیره  بیلابیلي پایلوبياو لوبې پکښې ترسره کیږي د پیچ خرابوالي او د دې لوبغالي په څنګ کي دا نارغول سوې آکاډمي او په ښار کي ناجوړه رسمي کرکیټ آکاډمي دا هلمندي تنکي ځوانانو  د کرکیټ سره د بې مثاله میني لپاره چي د هیواد آستازيتوب د ځان لپاره یې یو خوب یادوي او د یقیني کولو لپاره یې  شپه ورځ خواري کوي،دې ډول ستونزو له کرکټ څخه مایوسه کړي دي.

که څه هم دې لوبغالي کي د هلمند شل اوریز جام سیالۍ پای ته رسیدلي دي.خو لوبغاړي لاهم شکایت کوي چي لوبغالي د لوبو کولو لپاره او اکاډمۍ کي د تمرین کولو لپاره د معیاري پیچونو او د ځینو امکاناتو نشتون له بیلابیلو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی د افغانستان کرکیټ مسؤلینو څخه د اکاډمیو معیاري جوړولو او لوبغالي ته د ځینو امکاناتو ورکولو غوښتنه کوي.

په همدې مهال د هلمند کرکيټ آمر وايې: چي د لوبغاړو دا ستونزې مو د کرکیټ بورډ سره شریکې کړي دي.د نوموړي په خبره څه موده مخکې د افغانستان کرکیټ اجرائیه رئیس نصیب خان او د انجینرۍ څانګې مل پلاوی هلمند ته راغلی وو،چي دغو ستونزو ته د حل په موخه یې ډاډ راکړ چي ځیني ستونزې به اوس او ځیني به یې په راتلونکې نوې کال کي حل سي.

ورته وخت کي  بیا د افغانستان کرکیټ بورډ ویاند سکون  راډیو ته په خپلو خبرو کي د هلمند لوبغالي او آکاډمیو کي دا ستونزې تائيدوي د نوموړي په خبره چي د افغانستان کرکيټ بورډ د راتلونکي نوي کال  پلان له مخي به د هلمند رسمي کرکیټ لوبغالي او آکاډمیو ته ځیني وسایل په واک کي ورکول سي،د میدان ځیني برخې به ورغول سي او د لوبغالي ترڅنګ آکاډمي به هم په پوره توګه تر میم سي.

هلمند کي داسې مهال لوبغاړي د یاد ولایت له رسمي لوبغالي او آکاډمیو کي د ځینو امکاناتو د نشتون او ناسموالي څخه شکایت کوي چي موده مخکي د افغانستان کرکیټ بورډ له لوري په بیلابیلو  ولایتونو کي نوی آکاډمۍ جوړ سوې،ځیني لوبغالي ترمیم سوې او پر ځینو یې لاهم کار روان دي.

نصیراحمد فضلي

سکون راډیو