هلمند کي د اسد بورګي یا پیرکي تر ټولو ډیر زیات مینوال لري.

Jan 2, 2024 - 18:48
 33
هلمند کي د اسد بورګي یا پیرکي تر ټولو ډیر زیات مینوال لري.

دا په هلمند کي د اسد د بورګیو د پلور هټي ده چي هر ورځ په لسګونه ځوانان د همدې بورګیو د خوړلو لپاره ورځي.

ددې هټي مسول وایي چي د تیرو ۱۷ کلونو راپدیخوا هلمند کي د بورګیو د پلور هټي لري

د نوموړي په خبره چي د نظافت مراعت کول او خپلو پیریدونکو د ښه کیفیت درلودونکو بورګیو د ورکړي له کبله یې کارځای مشهوره سوي دی.

دده په خبره چي هر ورځ ورته لسګونه کسانو د بورګیو د پیرلو لپاره  راځّي د خپلو پیریدونکو هر ډول فرمایش مني او کولای سي څو ډوله بورګي پاخه کړي

 چي د هلمند په شمول د کندهار،نیمروز او هرات ولایتونو څخه هم خپل ځانګړي پیریدونکي لري.

د اسد بورګيو یو شمیر پیریدونکو سکون راډيو سره د خبرو پر مهال وویل چي د  کلونو راپدیخوا په همدي هټي کي د بورګیو خوړلو ته ورځي ،دوي وایی چي د اسد بورګي ښه کیفیت لري نو ځکه یې خوړلو ته ورځي.

هلمند مرکز لښکرګاه ښار کي د اسد د بورګیو،د بسم الله جان چایو او یو شمیر نورو خوړنځایونو ځکه تر نورو ډیر علاقه مندان پیدا کړي چي د خپلو پیریدونکو په خوښه یې د هغوي غوښتنو ته ځواب ویلي دی.

حافظ احمد نصرت

سکون راډيو