هلمند کي د ژورنالیزم اساساتو دری ورځنۍ ورکشاپ پاي ته ورسید.

Jan 30, 2024 - 17:51
 109
هلمند کي د ژورنالیزم اساساتو دری ورځنۍ ورکشاپ پاي ته ورسید.

نن دوشنبه  د ۱۴۰۲ هـ ش کال د لوي میاشتي نهه نیټه د هلمند ولایت  ازادو رسینو او خبریالانو خپلواکي ټولني له لوري د ژورنالیزم د اساساتو دري ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید.

دا ورکشاپ چي  دهمدې اتحادي په نوښت د هلمند بارک صنعتي شرکت په مالي ملاتړ په لاره اچول سوې وه نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ کي پای ته ورسید.

د هلمند ولایت  د خبریالانو  ټولني ریس وحیدالله وحدت  سکون راډیو ته وویل؛ چي یاد ورکشاپ کې یې د دریو ورځو په جریان کي د

خبر،ویاندویي فن،رسنیزو اخلاقو او ویدیو ژورنالیزم اړوند موضوعات ګډون والو ته وړاندې کړل.

د دوي په خبره چي دا ورکشاپ یې د اتحادیی په نوښت وړاندي کړ او د رسینو له ملاتړو بنسټونوڅخه هم غوښتنه وکړل ترڅو هلمند ته دې برخه کي جدي پاملرنه وکړي.

ددې ورکشاپ یو شمیر ګډون والو سکون راډیو سره د مرکي پر مهال وویل زیات خوښ دي چې د ظرفیت لوړونې په یو داسې مهم روزنیز پروګرام کي ګډون کوي.

دوي وایی چي د دریو ورځو په جریان کي د خبرجوړونې،ویاندویی،رسنیزو اصولو او ویډيو ژورنالیزم برخه کي  ډیر څه زده کړي دي،دوي د داسي پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړل او د رسینو له ملاتړو بنسټونو څخه یې هم د ظرفیت لوړونې د داسي اړینو ورکشاپونو د جوړولو غوښتنه وکړل.

هلمند کي داسي مهال د هلمند ازادو خبریالانو او د سیمه ایزو رسنیو کارکوونکو ته دري ورځني ورکشاپ پای ته رسیږي چې دې ولایت کي خبریالان  او رسنۍ د اقتصادي ستونزو سره سره د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو د ډیروالي غوښتنه کوي.

سکون راډيو

حافظ احمد نصرت