هلمند کي ولسي وګړي د غنمو دبیو له لوړالی شکایت کوي .

May 26, 2022 - 17:13
 14
هلمند کي  ولسي وګړي د غنمو دبیو له لوړالی شکایت کوي .

سره له دې چي دغه ولایت کي د غنمو حاصلات تازه لاسته راغلي خو د نورو کلونو په توپیر يې کمساري لوړي بیې ولسي شکایتونه پراخه کړي دي .

په ورته وخت د دې ولایت سمیه ییز مسؤلین وايې سږکال هلمند کې  د سطحي او ځمک لاندي اوبو دکمښت له امله په کرنیزو ځمکو د نورو کلونو په توپیر د غنمو کمه کرکیله هغه لوی لامل دی چي  له امله يې غنم  ګران او لږ  سوي دي .

 سویلي زون کي پروت هلمند ولایت چي د هېواد د مساحت لسمه برخه پوره کوي د خپل پراخو کرنیزو ځکمو په لرلو سره يې یو لوی شمیره ولسي وګړي په کرنه بوخت دي، سره له دي چي دغه ولایت کي سږکال دغمنو  لاسته راغلي  تازه حاصلات مارکیټ ته را رسیدلي خو خلک يې د کمښت او کمساري  ګرانو بیو څخه شکایت لري  .

علي خوانین او سورګل د لښکرګاه ښار د غنمو په مرکزي منډوي کي هغه دوه تنه  کاریګر دي چي د کرۍ ورځي  عاید يې  له ۸۰ څخه تر ۱۵۰ فغانیوپوري دي ، دوی وايې په دغه  کم ورځني عاید نسي کولی چي په دومره لوړه بیه غنم وپیري .

یاد کاریګر هلمند کي د غنمو د لوړو بیو لوی لامل هغه تجاران په  ګوته کوي چي له دې ولایت څخه پرته له اړتیا  د زیاتي ګوټي وټي  په پار نورو ولایتونو په پراخه کچه غنم  صادروي.

بل خوا بیا دهلمند دزراعت ریاست مسؤلین دغه ولایت کي د غنمو دکمښت او ګرانو بیو لوی لاملونه وچکالي د معضرو حشراتو ډېرښت  ،د سطحي او ځمک لاندي اوبو کمښت یادوي .

د هلمند دکرني ریاست د کرنیزو چارو امر محمد اسلم بشر دوست  له سکون راډیو سره د خپرو پر مهال وویل دغه ولایت کي د زیاتو ژورو څاه ګانو د کیدني له وجي  ځمک لاندي اوبه تر پخوا کښته سوي  چي له دې امله هم د هلمند ډیری دښتي ځمکي سږ کال دغنمو دفصل پر وخت د اوبو د لږوالی په سبب شاړي پاته سوې .

دځینو ادعاوو  له مخي په تیرو کلونو کي دهلمند لاسته راغلي غنم کاونډیو هېوادونو ته په قاچاقي ډول وړل کیدل  خو اوس يې د مخینوي په پار د هلمند د امینه قوماندانۍ  ویاند احمد جان خالد وايې  دمالي وزارت سره په تفاهم او دکورنیو چارو وزارت له طریقه يې  دغه  قاچاقي بهیر په یو مخیز ډول درولی   دی او د دې ترڅنګ په لویه کچه  دګمرکاتو امنیتي  کسانو ته دنده سپارل سوې ترڅو نورو هېوادونو ته د قاچاقي عنمو مخه ونیسي .

 

دا په داسی حال کي ده چي دوې ورځي مخکي  د مالی وزارت خبرداری ورکړی وو چي یو شمیر سوداګرو د غنمو دحاصلاتو په وخت کي غنم احتکار کړي و د افغانستان څخه بهر ایستلي دي ،خو اوس ډیری  عام باورونه دا دی چي ښایې دې چاري هم هلمند کي د عنمو پر کمښت برسیره دغنمو بیې  لوړي کړي وي .