هیواد کي دکانګو ناروغۍ ډیریدو ګواښونه

Jul 6, 2023 - 10:02
 73
هیواد کي دکانګو ناروغۍ ډیریدو ګواښونه

د کابل د انتاني روغتون مسوولین وايي، چې په هېواد کې د کانګو ناروغۍ باندې د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.د دوی په خبره، چې له اختر وروسته د کابل په انتاني روغتون کې هره ورځ ۱۵ په کانګو ناروغۍ شکمن کسان بستر کوي. ورته مهال په دې ناروغۍ اخته کسان او نور هېوادوال له عامي روغتیا وزارت څخه ددې ناروغۍ د مخنوي لپاره د جدي هڅو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.