ټام ويسټ د ا ا ا په اړه د امنيت شورا پرېکړه مهمه بللې

May 25, 2022 - 15:51
May 25, 2022 - 15:55
 7
ټام ويسټ د ا ا ا په اړه د امنيت شورا پرېکړه مهمه بللې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې ورځې بیان مهم بللی او ویلي یې دي، چې نړۍ په یوه خوله له ا ا ا غوښتي چې پر افغان ښځو او نجونو د محدودیت لګولو له پالیسیو دې لاس واخلي.

ښاغلي ویسټ په یوه ټویټ کې دا خبره کړې او دغه راز یې ویلي چې نړۍ دغه راز غوښتنه کړې چې بشرپاله لوبغاړي دې له خنډ پرته لاسرسۍ ولري او پراقتصادي ثبات یې د دوامداره هڅو خبره کړې ده.

د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځلسو غړیو هېوادونو پرون په یوه بیان کې له ا ا ا غوښتي چې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د محدودولو له پالیسۍ لاس واخلي.