په افغانستان کې د ګوزن ضد واکسین سراسري کمپاین روان دی

May 24, 2022 - 16:02
 5
په افغانستان کې د ګوزن ضد واکسین سراسري کمپاین روان دی

په افغانستان کې نن د دویمې ورځې په مخه د ماشومانو د ګوزن یا پولیو ضد واکسین سراسري کمپاین روان دی.

دا کمپاین پرون پیل شو او د عامې روغتیا وزارت په خبره ۴ ورځې دوام کوي.

د روغتیا وزارت ویاند جاوېدهژیر رسنیو ته ویلي چې د دې کمپاین په ترڅ کې به نژدې لس میلیون ماشومانو ته د واکسین څاڅکي ورکړل شي.

هغه وویل: "په پام کې ده چې په دې دوره کې له ۵ کلونو کم عمره ۹،۹ میلیون ماشومانو ته د پولیو واکسین د خوړو په بنه ورکړل شي او ترڅنګ به یې هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې د شپږو میاشتو او پنځو کلونو ترمنځ دي د ویټامین اې A څاڅکي ورکړل شي."

هژیر زیاته کړه، چې د روان کال له پیله تراوسه د پولیو یوه مثبته پېښه په پکتیا ولایت کې ثبت شوې ده په داسې حال کې چې تېرکال څلور مثبتې پېښې ثبت شوې وې.