کابل ښاریان: د ډالر په ټیټېدو سره لا هم د خوراکي توکو بيې لوړې دي

Aug 12, 2023 - 10:54
 101
کابل ښاریان: د ډالر په ټیټېدو سره لا هم د خوراکي توکو بيې لوړې دي

د کابل اوسېدونکي وايي د دې سربېره چې د ډالرو نرخ د افغانیو پر وړاندې کموالی موندلی؛ خو په بازارونو کې د خوراکي توکو په بیه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. د کابل اوسېدونکي له چارواکو غواړي چې د خلکو کمزوری اقتصاد دې په پام کې ونیسي او په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیې د کنټرول په برخه کې لا ډېره هڅه وکړي. د کابل شهزاده سرای صرافانو ټولنه د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړېدل د هېواد د اقتصاد په ګټه بولي. دغه ټولنه زیاتوي چې اوس‌مهال په بازارونو کې یو امریکايي ډالر ۸۴ افغانۍ او ۱۰ پوله تبادله کېږي. ورته مهال د کابل د منډوي یو شمېر هټۍوال وايي چې ځينې سوداګر د خوراکي توکو د بیې په لوړوالي کې لاس لري. د کابل ښاروالۍ بیا په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د کنټرول خبره کوي او زیاتوي چې د نرخونو ټاکل د کورنیو او بهرنیو اسعارو د تغییراتو پر بنسټ دي.