کرېکټ: افغانستان متحده عرب اماراتو ته په لومړنۍ شل اوريزه لوبه کې په ۷۲ منډو ماته ورکړه

Dec 30, 2023 - 12:43
 23
کرېکټ: افغانستان متحده عرب اماراتو ته په لومړنۍ شل اوريزه لوبه کې په ۷۲ منډو ماته ورکړه

د افغانستان او متحده عرب اماراتو تر منځ د دريو شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ هغه کې افغانستان متحده عرب اماراتو ته د ۷۲ منډو په لوی توپير ماته ورکړه.

متحده عرب اماراتو د پچې له ګټلو سره لومړی افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. افغان لوبډلې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۰۴ منډو هدف وټاکه چې اماراتو ونشوی کړی پوره يې کړي.

د افغانستان لپاره د پيل توپوهونکي رحمان الله ګوربز په ۵۲ توپونو ۱۰۰ منډې وکړې او دا يې په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې لومړنۍ سليزه شوه. له دې سره نوموړی غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

ابراهيم ځدراڼ بيا په ۴۳ توپونو ۵۹ منډې وکړې، د ده تر څنګ عظمت الله عمرزي چټکې ۱۹ منډې جوړې کړې.

د عرب اماراتو لپاره محمد جواد الله، جنيد صديقي او ايان افضل خان يوه يوه وېکټه واخيسته

د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي دوې، نوين الحق او قيس احمد يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

دغه سيالۍ د متحده عرب اماراتو په کوربتوب په شارجه کې ترسره کېږي.

د ابراهيم ځدراڼ په مشرۍ د افغانستان لپاره رحمان الله ګوربز، حضرت الله ځاځی، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ، کريم جنت، قيس احمد، نور احمد لکڼوال، نوين الحق او فضل الحق فاروقي غوره شوي‌ وو.

تر دې وړاندې افغان لوبډلې په دوو تمريناتي لوبو کې متحده عرب اماراتو ته ماته ورکړې وه.

د افغانستان کرېکټ بورد تېره ورځ د متحده عرب امارتو پر وړاندې د لوبو له لړۍ يوه ورځ مخکې سکواډ اعلان کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرېکټ بورډ څو ورځې وړاندې پر دريو افغان لوبغاړو مجيب الرحمان، نوين الحق او فضل الحق فاروقي يو لړ بنديزونه ولګول خو تېره ورځ یې د يوې اعلاميې په خپرولو سره نوين الحق او فضل الحق فاروقي ته د متحده عرب اماراتو پر وړاندې لوبډله کې ځای ورکړ.

وړاندې د (ډسمبر ۲۵مه) کرېکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې پر دریو لوبغاړو فضل الحق فاروقي، نوين الحق او مجيب الرحمان یې د يوه کال لپاره د ملي لوبډلې د مرکزي قرارداد د بېرته اخيستو او همدارنګه د دوو کلونو لپاره په بهرنيو سوداګريزو ليګونو کې د ګډون اجازې نه ورکولو پرېکړه کړې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ يوه چارواکي بي‌ بي‌ سي پښتو ته وويل، "تر ډېره حده جنجال حل شوی دوی (لوبغاړو) ادارې ته مراجعه کړې، په ټولو لوبو کې يې د غوراوي کمېټې د نامه اعلان په صورت کې ګډون ته چمتووالی ښودلی."

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، "دوی يوې کمېټې ته دنده سپارلې چې د موضوع حل لپاره لارې چارې ولټوي او په نړيوالو سوداګريزو لیګونو کې د دې لوبغاړو د ګډون په هکله به هم د حل يو هواری راوباسي. "