کندهار کې ۴۲ کسان د تازه لنګې شوې غوا د ورږو له خوړلو وروسته مسموم شوي

کندهار کې ۴۲ کسان د تازه لنګې شوې غوا د ورږو له خوړلو وروسته مسموم شوي

د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ په ناصرانو سیمه کې ۴۲ کسان د تازه لنګې شوې غوا په لومړیو شیدو یا ورږو/ کنډ له خوړلو وروسته مسموم شوي دي.

په کندهار کې د والي ویاند مولوي محمود اعزام نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل د مسموم شویو له ډلې یو تن‌یې ساه ورکړې او ۴ تنه په کوما حالت کې دي.

د اعزام په خبره په مسموم شویو کې ۱۲ ښځي او یو شمېر ماشومان هم دي.

د کلیوالي دود له مخې کله چې کلي کې غوا لنګه شي، نو کلیوال‌یې پر شيدو نور کسان مېلمانه کوي او شيدې یې پر کورونو وېشي.